هند: سېلابونو ۹۵ تنه وژلي

هند: سېلابونو ۹۵ تنه وژلي

د هند په سویلي ایالتونو :کارناتاکا، کرالا او مهاراشترا کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ تنو ته لوړ شوی.

د دې ترڅنګ لسګونه زره تنه نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او سلګونه نور لادرکه دي.

د سېلابونو له کبله ورځینی ژوند، هوایي ډګرونه او نور زیات عادي شیان ټکني شوي او په ټپه دریدلي.

چارواکو له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې، خو زیانمن شوي یې پر چارو نیوکه لري.



t