د هند او پاکستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ بند شو

د هند او پاکستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ بند شو

د هند او پاکستان د اړیکو له ترینګلي کیدو وروسته پاکستان له هند سره د خپلو بسونو د تګ ـ راتګ د ځندولو اعلان کړی.

د پاکستان د اړیکو فیډرالي وزیر مراد سعید ویلي: دا ګام د لوړپوړو چارواکو د حکم له مخې اخیستل شوی.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان داسې نه غوښتل، خو هند او ناسمو دریځونو یې دغه کار ته اړ ویستی.

له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د خرابیدو اندیښنې هم زیاتې شوي.




t