په امریکا کې یوه تازه څېړنه ښيي، چې د ویټامین ای لرونکي خوړو زیات استعمال په انسانانو کې د پوستکي د سرطان مخنیوی کوي.
د څېړنې په حواله هغه کسان، چې غواړي له دې ناروغۍ خوندي وي، باید یاد شوي خواړه زیات وکاروي.
ویل شوي، چې ویڼامین ای د ځینو خوړو ترڅنګ په تازه سبزیجاتو او مېوو کې ډېره وي.
آلوګان، ګازرې او نور هغه عام شیان دي، چې ویټامین ای پکې شته او په اسانه د اخیستو او خوړلو وړ ده.