هندي دیپلوماتان نن رسماً له پاکستانه ووتل

هندي دیپلوماتان نن رسماً له پاکستانه ووتل

په پاکستان کې د هندوستان سفیر د خپلو ۱۲ دیپلوماتانو په ملتیا نن رسماً له دغه هېواده ووتل.

دوی ته د وتو امر پاکستاني چارواکو کړی و.

هغوی نن د اختر په لومړۍ ورځ د واګې بندر له لارې هندوستان ته ورسیدل.

د دواړو هېوادونو ناندرۍ تر هغې وروسته پيل شوې، چې هند د کشمیر د خپلواکۍ په اړه د خپل اساسي قانون ماده لغوه کړه.



t