نور دې اختر کوي مونږ به حساب ورکوو.!شاه محمود میاخېل

نور دې اختر کوي مونږ به حساب ورکوو.!شاه محمود میاخېل

د بهسودو د دویم پل د جاینټ د قیر د درز عکس هم په فیسوک کې ځینې کسان ښکته پورته کوي. په ټولنه کې یو ‌‌‌‌‌‌شمیر کسان کار کوي اما یو ‌‌‌‌‌‌شمیر کسان کوښښ کوي چې څنګه د نورو کارونه د سوال لاندې راولې او څنګه ادارې بد نامه کړي. د دی پل قرارداد په ۲۷ میلونه افغانیو ورکړل شوې دی چې د قرارداد په پروسه کې ولایتي ادارې هیڅ لاس نه درلود، خو د کومې ورځې نه چې زه راغلې یم، کوښښ کوم چې د ځند شوو پروژو کارونه بیا پيل او تکمیل کړم. همدا علت دی چې د ډیرو پروژو کارونه پيل شول.
د بهسود پل لویه ستونځه وه. کله چې مې د ټولګټو چارو ریاست او د شرکت سره خبرې وکړې، د هغوي نه مې وغوښتل چې د پل د ترمیم چارې باید ژر تکمیلې شي. شرکت دوه شفته کاریګر د روژې د میاشتې نه راپدیخوا مؤظف کړل او دا کار تقریبا خلاص شو. مخکې ولې دا کار نه کیده ځکه د شرکتونو نه په ننګرهار کې سهمونه اخستل کیدل او کار به سم نه کیده. د پل د جاینت کار او هم لږ نور کار چې دوه درې ورځې شاید ونیسي پاتې دی. کله چې زه په پل تللم، ما هم دا جاینټ ولید او څه ړوند نه وم.
دا چې د اختر ورځو بیروبار زیات و،‌ ما د ټولګټو د چارو د ریاست نه پوښتنه وکړه که پل د ترافیکو پر مخ بیرته شي، څه ستونځه خو نه جوړوي، هغوي وویل چې نه هیڅ ستونځه نه جوړوي او پل پرې نه خرابیږي. هماغه و چې د ترافیکو پرمخ مو دا پل د اوږده ځند نه وروسته پرانیست او خلکو لپاره د اختر په ورځو کې سهولت برابر شو. د دواړو پلونو دواړو خواوې هم بل شرکت ته په قرارداد ورکړل شویدي او انشاالله د اختر نه وروسته به هغه هم جوړې شي.
تاسې دا عکسونه وګوري. داسې ۳۵۰ متره پل چې جوړیږي، کم تر کمه د درې سوه پنځوس میلونو نه نیولې تر څلور سوه میلیونه افغاني لګښت پرې راځي. د دغه پل ترمیم هم ستونځمن کار و ځکه دا پل روسانو جوړ کړې و او ټول سلبونه یې باید بدل شوې وي او هم ورته نوې ګوټکې جوړې شوې وی. دا ۲۷ مییلونه افغانې یوازې په قیر اچولو نه دي مصرف شوې بلکې دا پل د څو چاودونو د تخریب نه وروسته په اساسي ډول ترمیم شو او دا پیسي فکر کوم چې کمې به وي خو زیاتې نه دي. د دې نه بر سیره، د هرې پروژې لپاره ریاستونه او وزارتونه د کیفیت او بودجې پر ځای لګښت لپاره، خپل د نطارت او کنترول میکانیزم هم لري. همداشان شرکت هم حق لري چې حلاله ګټه وکړي او یو څه ګټه به یې خامخا کړې وي. پخوا به شرکتونو سم کار ځکه نه کاوه چې هرچا به ترې سهم غوښته، اوس شرکتونه هم په ننګرهار کې د سهمونو ورکولو د فشار نه خلاص شویدي.




t