ننګرهار کې د اختر لمونځ؛ والي خلک په ټاکنو کې ګډون ته وبلل

ننګرهار کې د اختر لمونځ؛ والي خلک په ټاکنو کې ګډون ته وبلل

ننګرهار والي د خلکو وغوښتل،چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ونډه واخلي او د هغه سولې ملاتړ وکړي،چې په کې د افغانانو لپاره ثبات او عزت خوندي وي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د نیکمرغه لوی اختر د لمانځه پر مهال د وینا په ترڅ کې د دې ولایت له خلکو وغوښتل،چې په ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي او د هغه سولې ملاتړ وکړي،چې په کې د افغانانو لپاره ثبات او عزت خوندي وساتل شي .
د نیکمرغه لوی اختر لمونځ د ننګرهار په ولسوالیو او د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د امنیت په فضا کې ترسره شو،چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سربېره،د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو،د ملي او ولایتي شورا غړو،مخورو،علماؤ کرامو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل د لمانځه له ادا کولو وړاندې د وینا پر مهال ننګرهاریانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني او د دې ولایت د ملکي او نظامی ادارو د مبارکۍ پيغام شریک کړ.
هغه د ټولو امنیتي ځواکونو څخه ستاینه او قدرداني وکړه،چې له تېرې یوې اونۍ یې په ګڼ شمیر لاسته راوړنو سره د مرکز او ولسوالیو کلک امنیتي تدابیر نیولي،همدا راز یې له خلکو غوښتل،چې د یادو سرتېرو ترڅنګ د هغه شهیدانو کورنیو سره د اختر په خوښيو جوړولو کې ونډه واخلي،چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې قربانۍ ورکړي دي.
ښاغلي میاخیل وایي، حکومت په کوچني او لوی اختر دواړو کې د اوربند اعلان وکړ،خو وسله والو مخالفینو په هېواد کې تپل شوې جګړه جاري وساتله،له همدې امله یې له خلکو غوښتل،چې پخپلو سیمو کې د نا امنۍ د مخنیوي په موخه مخالفینو په ځآنګړي ډول د نورو سیمو کسانو ته ځآی ورنکړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، ننګرهار د سولې کور دی او ولس څخه یې وغوښتل،چې د هغه سولې ملاتړ وکړي،چې په کې د افغانانو لپاره ثبات او عزت خوندي وساتل شي،ترڅو د بیا ځل لپاره د خپل منځي جګړې ښکار ونه ګرځو.


نوموړي له ولس څخه په پراخه کچه په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون سپارښتنه وکړه او له دوی وغوښتل،چې د مسؤلینو له مداخلې پرته د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
هغه په دې ولایت کې فساد پر ضد مبارزې ته په اشارې سره وویل: (( اوس د باج ګیرۍ سیستم نشته،د فساد له امله ګڼ شمیر کسان نیول شوي،نیمګړتیاوې به وي،خو د خلکو په همکارۍ به شته ستونزې هم حل شي . ))


ښاغلي میاخیل د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ،چې په په ارام ډول په میله ځاینو او نورو سیمو کې د اختر خوښۍ او په راتلوونکې کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې ورځې ونمانځني.
ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز تر لمانځه وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل،تر دا مهاله په مرکز او ولسوالیو کې هیڅ ډول امنیتي پېښه نده شوې او امنیتي ځواکونو یې په مرکز،ولسوالیو او سرحدونو کې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي .
د یادونې وړده،چې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په شاوخوا ۱۱ سوه عیدګاه او نورو جوماتونو کې د نیکمرغه لوی اختر لمونځ د امنیت په فضا کې ترسره شو.




t