لغمان والي:اختر ډاډه ونمانځئ، موږ پوره امنیت نیولی

لغمان والي:اختر ډاډه ونمانځئ، موږ پوره امنیت نیولی

نن د یکشنبې په ورځ د زمري په ۲۰ نېټه د لغمان والي محمد اصف ننګ په مشرۍ ددې ولایت ملکي او نظامي مسوولینو په مرکز مهترلام کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لیوا په مقر کې د نېکمرغه لوی اختر لمونځ ادا کړ.

د لغمان والي محمد اصف ننګ د لوی اختر په مناسبت ددې ولایت ولسونو ته د جمهور رئیس د مبارکۍ پیغام شریکولو سربېره د سولې، امن او یوالي په اړه له لمونځ کوونکو سره هر اړخیزې خبرې شریکې کړې.

نوموړي افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل،چې تاسې ددې خاورې او هېواد ریښتیني ساتونکي یاست چې خپلې سینې مو سپر کړي او ولسونو ته عیدګاوو ته د تګ زمینې مو برابرې کړي او په ډاډه زړه د خدای کور ته روان دي.

هغه زیاته کړه: (( تاسې زموږه ریښتینې اتلان یاست او موږه لازمه وګڼله چې د اختر لمونځ تاسې سره ادا او همدارنګه دا خوښي درسره له نږدې یوځای ولمانځو.))

ننګ دغه راز یادونه وکړه چې دافغان حکومت انتخاب سوله دی او موږه هېله من یو چې یوه ورځ به په هېواد کې ریښتینې سوله حاکمه وي.

هغه دغه راز هغه خلک او ډلې چې د سولې او امن غږ ته نه یا ځانونه بې پروا ګڼي د ولس او افغانانو پروړاندې مسوولین او ددې خاورې دښمنان یاد کړل.

د لغمان والي یوځل بیا د دې ولایت ټولوامنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې ولسونو ته یې د اختر خوښیو د لا ښو تېریدو لپاره ډاډمن امنیت فضا حاکمه کړې ده.

هغه په ټولو ولسونو غږ وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې دې د اختر خوښۍ په ډاډه زړه ولمانځي او هېڅ راز اندیښنه دې نه لري.



t