فرانسه: د افغان اساسي قانون مطابق سوله غواړو

فرانسه: د افغان اساسي قانون مطابق سوله غواړو

په کابل کې د فرانسې سفیر د سولې روانو هڅو کې د افغان اساسي قانون د خوندیتوب غوښتنه کوي.

دیوید مارتینون په یوه تازه مرکه کې ویلي: د سولې لپاره دې افغانان اماده وي، خو ټاکنې دې هم ترسره کړي.

د ده په خبره په سوله کې نه باید د افغانستان اساسي قانون زیانمن شي.

افغان حکومت هم په سوله کې د اساسي قانون د خوندیتوب ټینګار کړی، خو یو شمېر نور سیاستوال بیا په اساسي قانون کې تعدیل د سولې لپاره اړین ګڼي.



t