عباس ستانکزی: افغان حکومت لاسپوڅی دی

عباس ستانکزی: افغان حکومت لاسپوڅی دی

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یوه لوړپوړي غړي عباس ستانکزي یو ځل بیا د افغانستان حکومت لاسپوڅي ګڼلی.

هغه په تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان دا حکومت په رسمیت نه پېژني او د حکومت په توګه ورسره د سولې خبرې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هغه او نورو طالب مشرانو مخکینۍ ورته خبرې د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې وې.

افغان حکومت او ګڼ خلک ټینګار لري، چې طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني، کنه له دې پرته به د سولې هڅې ناکامې شي.



t