غني: سوله به راځي، خو د افغانانو په خوښه او د پرمختګ له اصل سره به راځي

غني: سوله به راځي، خو د افغانانو په خوښه او د پرمختګ له اصل سره به راځي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اختر لمانځه پر وخت افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې شاته نه ځي؛ بلکې پر مخ به روان وي.

غني په ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته وویل: افغانستان به د ټاکنو له لارې خپل برخلیک ټاکي او یو مسول او ځواب ویونکی دولت به لري.

ده د سولې پر راتګ له ټینګار سره وویل، چې سوله حتمي راځي او هغسې به راځي، چې افغانان یې غواړي.

د ښاغلي غني په وینا په سوله کې به د اقغانستان د هیڅ فرد او قشر حقونه نه ضایع کیږي.



t