سعودي د یمن بېلتون غوښتونکي وګواښل

سعودي د یمن بېلتون غوښتونکي وګواښل

د سعودي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو ایتلاف د یمن له بېلتون غوښتونکو غوښتي، چې د نښتو پر وخت نیولې سیمې بیرته خوشې او پر شا لاړشي.

په دغه ایتلاف کې د سعودي استازي ویلي: که داسې ونه شي، موږ به په دې اړه بې تفاوته پاتې نه شوو.

د سعودي تر مشرۍ لاندې یاد شوی ایتلاف د منصور هادي په مشرۍ د یمن د ځپل شوي دولت ملاتړ کوي.

خو بېلتون غوښتونکي، چې د یمن د جنوب اړوند دي او خپلې سیمې ته زیات امتیاز غواړي، د دغه دولت مخالفین او د پرځولو په هڅه کې دي.

 



t