د وزن کمولو له یو نوي رازه خبرشئ!

د وزن کمولو له یو نوي رازه خبرشئ!

په یوه نوې څېړنه کې څېړونکو موندلې، چې د وزن کمولو لپاره د تروشو شیانو څښاک او خوراک مهم رول لري.

دا څېړنه چې تازه په امریکا متحده ایالاتو کې شوې، ټینګار کوي چې تروشه خوراکونه او څښاک د وزن اوبه کولو لازم مواد لري.

دوی په دې برخه کې د لیمو، مستو، د مڼو سرکې او نورو تروشه خوراکونو او څښاکونو یادونه کړې ده.

په نورو څېړنو کې ویل شوي،چې د وزن کمولو لپاره هره شپه تر ویدیدو مخکې په یوه ګیلاس اوبو کې دوه لیمو، یوه کاشوغه زنجبیل او یو ټوټه شوی بادرنګ واچوئ او وڅښئ.




t