هرات: د ۹ معادنونو استخراج پيل شوی

هرات: د ۹ معادنونو استخراج پيل شوی

د هرات چارواکو په دې ولایت کې د ۹ معادنونو د استخراج د ځنډیدلي کار د بیا پيل خبر ورکړی.

د دې ولایت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې پر دغو پروژو ۲۳ میلیونه امریکایي ډالره لګښت کیږي.

د معادن او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان ویلي،چې په دې ولایت کې به زر د مرمر او تالک د ډبرو د استخراج تړون هم له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شي.

ویل شوي، چې مخکې له دغو معادنونو څخه خپلسرې کیندنې کیدې.



t