ایران د پاکستان او هند پر تازه ناندرۍ اندیښنه وښوده

ایران د پاکستان او هند پر تازه ناندرۍ اندیښنه وښوده

ایراني چارواکو د کشمیر د لانجې پر سر د پاکستان او هند پر تازه ناندرۍ اندیښنه ښودلې ده.

د ایران د وسله والو ځواکونو یوه مهم مشر تورن جنرال محمد باقری پخپله وینا کې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د دغې ناندرۍ د حل لپاره له حوصلې او سوله ییزو لارو کار واخلي.

هغه ډاډ ورکړی، چې ایران به تر خپله وسه د دې ستونزې د حل لپاره خپل منځګړی رول ولوبوي.

د دواړو هېوادونو ناندرۍ تر هغې وروسته پيل شوې، چې هند د کشمیر د خپلواکۍ په اړه د خپل اساسي قانون ماده لغوه کړه.



t