عبدالله: سولې ته نیږدې یوو،ټاکنې هم کوو

عبدالله: سولې ته نیږدې یوو،ټاکنې هم کوو

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي افغانان سولې ته نیږدې شوي.

هغه دا خبره د لوی اختر په مناسبت پخپل خپاره کړي پيغام کې کړې.

عبدالله په ورته وخت کې وایي، چې سوله باید د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې او بنسټونه خوندي وساتي.

د دې ترڅنګ د بشري او ښځینه حقونو، د بیان ازادي او نور هغه څه دي، چې عبدالله یې د سولې په هڅو کې پر خوندیتوب ټینګار لري.

نوموړی همدا شان د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسراوي ټینګار لري او وایي، چې باید روڼتیا ته یې جدي پاملرنه وشي.



t