پاکستان: د کشمیر قضیه پر افغان سولې بد تاثیر نه لري

پاکستان: د کشمیر قضیه پر افغان سولې بد تاثیر نه لري

پاکستان وایي له هند سره د کشمیر پرسر ناندرۍ به یې پر افغان سولې هڅو کوم منفي اغېز ونه لري.

په کابل کې د دغه هېواد سفیر زاهد نصرالله خان په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د کشمیر او افغان سولې مسایل دواړه سره جلا دي.

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په هېواد کې یې دننه د حکومت مخالفو ګوندونو له افغان سولې سره د پاکستان پر همکارۍ نیوکه کړې.

مخالفو سیاستوالو ویلي: افغان سولې سره باید ترهغې همکاري ونه شي، چې د کشمیر قضیه حل شوې نه وي.

د شنونکو په نظر پاکستان غواړي افغان سولې سره په دې شرط همکاري وکړي، چې امریکا به د کشمیر قضیه کې د دوی دفاع کوي.



t