عطامحمد نور: د حنیف اتمر ټیم نه دی پاشل شوی، موږ ټاکنو ته ولاړیوو

عطامحمد نور: د حنیف اتمر ټیم نه دی پاشل شوی، موږ ټاکنو ته ولاړیوو

د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور وایي، چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د ټاکنو له پروسې نه دی وتی او نه هم له منځه تللی.

هغه پخپل اختریز پيغام کې له ټاکنیزو کمپاینونو څخه د دغه ټیم د څنډې ته کیدو لوی دلیل په نظام کې د صدراعظمۍ پوست د رامنځته کولو هڅه او دغه راز سولې ته لومړیتوب ورکول ښودلي.

عطامحمد نور په دغه پيغام کې د ولسمشر غني ټیم یو ځل بیا له دولتي امکاناتو په ناسمې استفادې تورن کړی او د ټاکنیز بهیر له نړیوالو او ملي څارونکو بنسټونو یې په دې اړه د جدي څارنې غوښتنه کړې ده.



t