د ملي پولیسو د وروستیو پېښو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه وشوه

د ملي پولیسو د وروستیو پېښو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه وشوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن ددغه وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د یاد وزارت له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د ملي پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د وروستیو پېښو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه او اختر مبارکي وکړه.

عبدالصبور قانع د یادو منسوبینو هڅو ته درناوی وکړ او زیاته یې کړه، چې د دوی د سرښندنو له برکته نن ورځ زموږ هېوادوال د سولې او امن په فضا کې سره راټول او اختر لمانځي.

سرچینه زیاتوي؛ نوموړي د ملي پولیسو د درې سوه بستریز ورغتون له ټپیانو او ناروغانو سره د لیدنې ترڅنګ، دوی په یو شمېر اختریزو ونازول.

 



افغانستان خبرونه کابل
t