غزني کې لس وسله وال وژل شوي

غزني کې لس وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په غزني ولایت کې یې لس وسله وال طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې دا کسان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د سرچینې په خبره یادې هوايي حملي په ګیلان ولسوالۍ کې شوي چې په کې د وسله والو ۲ عرادې موټرونه هم تخریب شوي دي.

دفاع وزارت که څه هم ساعت وړاندې ددې بریدونو خبر ورکړی، خو مشخصاً یې نه دي ویلي چې نن که پرون ترسره شوي دي.

 

 


خبرونه غزني
t