ولسمشر له افغان هندوانو او سکانو سره د اختر مبارکي وکړه

ولسمشر له افغان هندوانو او سکانو سره د اختر مبارکي وکړه

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.

ارګ وايي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ولسمشر غني افغان هندوانو او سکانو ته په خطاب کې وویل:

«تاسې نور اقلیت نه یاست او د اساسي قانون مطابق له نورو هیوادوالو سره برابر حقونه لرئ.»

هغه زیاته کړه، افغان هندوانو او سکانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم اقتصادي او سیاسي رول لرلی دی.

ارګ وړاندې ویلي؛ محمد اشرف غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو د عمومي ریاست او د ملي تلویزیون د تخنیک برخې کارکوونکو سره په جلا کتنو کې د اختر مبارکي وکړه او د ماشومانو د نازولو ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي وویله.



خبرونه له سکانواوهندوانو سره مبارکي
t