بيټ نيکه، استوګنه او قبر يې

بيټ نيکه، استوګنه او قبر يې

“لسمې ميلادي پېړۍ نيماي ته رسيدلې وه او د کسې غر په لمنو کې پښتنو کوچيانو کېږدۍ ځاې ځاې ښکاري. دا غر د بلوچستان په شيراني ضلع کې دې.
د قام يو مشر شېخ بېټني ( بيټ نيکه) د شپې په په غره کې گرځېدو او د خداې مناجات به يې ويئل. وايي چې بېټ د غرغښت او د سربڼ ورور و. هم دې دريو نه د پښتنو درې لوې قبيلې، بېټني، غرغښتي او سربڼي وپېژندل شول.
شېخ بېټنی د پښتنو د ځينو نورو قامونو چې د بېټنو څانگې دي، لوی نيکه بلل کېږي. د شېخ بېټ په اړه تر ټولو پخواني ليکلي معلومات د ۶۱۲ هجري ( ۱۲۱۵ م) نه وروستو د سلېمان ماکو په ” تذکرة الاولياء” کې وموندل شول.
د ده د ژوند په اړه نورحال نه دی څرگند او نه يې پورا نوم چا ته معلوم دې خو د غورد کورنۍ شاه حسين د ده په ټبر کې زېږېدلې و. دی د غورد لومړيو باچاهانو په وخت کې ژوندې و. نو داسې اندازه لگولې شو چې دی د ۳۰۰ هـ او تر ۴۰۰ هـ تر منځ ژوندی و. دی د ” بېټ” په نوم شهرت لري او په پښتو ادب کې د ده يو راپاتې شعر د هغه وخت د تصوف د شاعرۍ يوه بېلگه ده.
لويه خدايه ، لويه خدايه – ستا په مېنه په هرځايه
غر ولاړ دی درناوۍ کې – ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي د غرو لمنې – زموږ کږدۍ دي پکې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه – لويه خدايه لويه خدايه
دلته لږ زموږ اوربل دی – ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته يو- بل د چا په مله تله نه يو
هسک او زمکه نغښته ستا ده – د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا ده خدايه- لويه خدايه لويه خدايه
په پښتنو کې يو متل دی، “چې خدای يې ورکوي، بېټن يې يار شي” د شېخ بېټن د سخاوت ښکارندوې دې. د ده زړه دومره لوې و چې خپل زوې ” اسمعيل” يې خپل بې اولاده ورور سربڼ ته ورکړو. وروستو د سربڼ ډېر اولاد وشو او د مال دولت خاوند شو.
اسمعيل هم د پلار په شان دينداره سړی و، ښاي د تصوف لوړ مقام ته ورسېد. د سليمان ماکو ليکنه ښايي چې د ده قبر د سلېمان (کسې) په غر کې و او خلکو پرې زيارت جوړ کړې و. سلېمان ماکو پخپله هم دې زيارت ته تللې و.
د کسې د غره پر لوړه څوکه د ډبرو يو څلی او يو څو وړې وړې کوټې جوړې دي. د ځاي خلکو وېنا ده چې د ډبرو دا څلی په اصل کې د قيس عبدالرشيد قبر دې. د قېس په اړه ځينې بهرنيان او پښتانه واي چې هغه لومړې پښتون و او په مدينه کې د اسلام د پېغمبر په لاس مسلمان شوې و. بيا د ده په هلو ځلو نور پښتانه هم مسلمانان شول. خو دا هغه افسانه ده چې تر اوسه چا ثابته کړې نه ده او نه يې د عربانو په تاريخ کې څه زکر شته.
د کسې د غره په سر د دې اوږد قبر په اړه تر اوسه چا څېړنې نه دي کړي چې په دې کې څوک خښ هم دي او که نه تش د دبرو څلې دې؟
د دې قبر تر څنګ يو څو وړې خونې هم شته چې پکې ډېر پخواني د پختن لوښي پراته دي. د دې لوښو د جسامت او سايز ښاي چې دا سامان د ګڼ شمېر خلګو د ډوډۍ (لنگر) لپاره کاريدې.
دا هم کيدېشي چې دلته د اسلام نه وړاندې د کومې اسطورې نمانځنه کيده او خلک ورته د مېلې لپاره ورتلل. په زابل او زمينداور کې هم دغسې په لوړو ځايونو د نمر د اسطورو عبادت ځايونه و.
آيا دا امکان شته چې دا د بېټ نيکه يا د هغه د زوې اسمعيل مقبره وي؟”
✍️صفيه حليم
📱عکسونه او معلومات: شاه محمود

مندیګک



بیټ نیکه معلومات
t