کونړ: له بسترو ناروغانو، بندیانو او امنیتي ځواکونو لیدنه وشوه

کونړ: له بسترو ناروغانو، بندیانو او امنیتي ځواکونو لیدنه وشوه

د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار د قومي مشرانو او ځوانانو سره د مبارکۍ او لیدنو کتنو وروسته د امنیتي ارګانونو او ملکی ادارو یو شمېر مسوولینو په ملتیا د اسعد اباد ولایتي روغتون د بسترو ناروغانو ،مرکزي زندان له بندیانو او امنیتي ځواکونو له قطعاتو او جزتامونو لیدنه وکړه

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، هغه د لیدنو پر مهال دبندیانو او ناروغانو غوښتنو اورېدو ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني او د کونړ د والي عبدالستار میرزکوال د اختر د مبارکۍ پېغام وړاندې کړو او د ستونزو اوارۍ په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه .

سرچینه وایي، مرستیال والي او مل پلاوي ددویمې پلې لیوا له قومندانۍ، ملي پولیسو، پوله ساتو ځواکونو او ملي امنیت د یو شمېر قطعاتو او جزتامونو هم لیدنه وکړه.

د کونړ د رسنیو دفتر په وینا؛ په دې لیدنه کې د مبارکۍ وړاندې کولو ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او سرښندنو ستاینه وشوه.


له سرتیرو لیدنه کونړ
t