پوتین د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

پوتین د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د روسې ولسمشر ویلاد میرپوتین د روسې او نړۍ مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې ده.

د کرملین ماڼۍ په په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې ویلاد میرپوتین د نړۍ او روسې ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي او لپاره یې د سولې، خوشبختۍ او ښه ژوند هیله لري.

پوتین ویلي:

«د حج د ادا کولو په پای کې د مسلمانانو یو مهم جشن چې د خلکو د متحد کولو، د ارزښتونو د پیاوړتیا او د مهربانۍ او رحمت لامل کیږي. د روسې مسلمانانو ټولنه له ښو اعمالو او ژمنو ډکه ده، چې ډیره توجه د خلکو ټولنیزوالي، زده کړې او روښانتیا ته کوي.»

پوتین د مسلمانو ټولنو په پراختیا او ګټورتوب باندې ټينګار کړی دی.

 



نړۍ، پوتین
t