د امریکا سفیر:طالبانو سره به د سولې تړون زر لاسلیک شي

د امریکا سفیر:طالبانو سره به د سولې تړون زر لاسلیک شي

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان بس په یوه اختریز پيغام کې د افغان سولې په اړه د پام وړ پرمختګونو خبر ورکړی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې زر به د افغان سولې په اړه یوه هوکړه لاسلیک شي.

هغه د دې هوکړې نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کیږي چې اختر نه وروسته به زر د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې هوکړه لیک امضا شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، چې د سولې تړون به راتلونکی افغان حکومت کوي او بهرنیان په دې اړه پریکړه نه شي کولای.



t