د اختر لومړۍ ورځ له امنیتي پېښې پرته تېره شوه

د اختر لومړۍ ورځ له امنیتي پېښې پرته تېره شوه

کورنیو چارو وزارت په هېواد کې له امنیتي پېښې پرته د اختر د لومړۍ ورځې د تېریدو خبر ورکړی.

وزارت دغه راز ویلي، چې د ۱۲ ترهګرو پېښو مخنیوی یې کړی.

سرچینې د دغو پېښو جزیات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې دا پېښې کومې وسله والې ډلې پلان کړې وې.

له اختر نه مخکې ګڼو افغانانو په اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه.



t