پاکستان: سختو ورښتونو ۳۰ تنه وژلي

پاکستان: سختو ورښتونو ۳۰ تنه وژلي

له پاکستان څخه راپورونه وایي، چې په کراچۍ، خیبرپښتونخوا او سند ایالتونو کې سختو بارانونو تر ۳۰ پورې کسان مړه کړي.

ویل شوي، چې ټولو نه زیات زیانونه په کراچۍ کې رامنځته شوي.

هلته تر ۱۲ پورې کسان مړه شوي او عادي ژوند متضرر شوی دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د بېړنیو ګامونو غږ کړی او ویلي، چې ورښتونه نور هم ممکن زیات شي.



t