د نیمار په اړه وروستي خبرونه!

د نیمار په اړه وروستي خبرونه!

لي ۱۰ سپورټ:
ناصر الخلیفه اوسمهال د ریال ماډریډ د ۱۶۰ میلیونه یورو + موډریچ وړاندیز منلو ته اماده دی. اوس یوازي د نیمار وکې پاته ده.

د ESPN تلویزیون بیا په یوه تازه خبر کي ویلي دي:
ریال ماډریډ او پاریس سېنټ جرمن مکمل توافق ته رسیدلي دي او نیمار به د ریال ماډریډ لوبغاړی سي.

مارکا:
ناصر الخلیفه څو ورځي مخکي د نیمار استازو ته اجازه ورکړې وه، چي د ریال ماډریډ سره خبري وکړي. هغه څه چي مشخص دي، هغه دا دی چي دا خبري ښې وي، خو وروستۍ پایلي ته نه دي رسیدلي.

اکیپ:
د هسپانیا څخه زموږ راپورونو تائید کړې ده، چي ریال ماډریډ د نیمار په رانیولو کي تر بارسلونا مخته سوی دی. د ریال ماډریډ وړاندیز کیدلاي سي د بیل، ایسکو، جیمز او ناواس څخه جوړ وي.

سن:
نیمار و ریال ماډریډ ته نږدې دی او دغه انتقال به په ۱۸۰ میلیونه یورو سره ترسره سي.

اکیپ:
ریال ماډریډ د نیمار د لاسته راوړلو په لار کي بارسلونا ته ماته ورکړه.

”منندوی“



ورزش
t