د ملي پولیسو له ټپیانو او ناروغانو سره مرسته وشوه

د ملي پولیسو له ټپیانو او ناروغانو سره مرسته وشوه

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د یاد وزارت له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د ملي پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د وروستیو پېښو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه او اختر مبارکي وکړه.
لوی پاسوال عبدالصبور قانع د یادو منسوبینو هڅو ته درناوی وکړ او زیاته یې کړه، چې د دوی د سرښندنو له برکته نن ورځ زموږ هېوادوال د سولې او امن په فضا کې سره راټول او اختر لمانځي.
قانع د ملي پولیسو د درې سوه بستریز ورغتون له ټپیانو او ناروغانو سره د لیدنې ترڅنګ، دوی په یو شمېر اختریزو ونازول او د خدای تعالی دربار ته يې د دوی د بېړنۍ روغتیا په موخه د دعا لاسونه لپه کړل.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت مرستیال او د مقام دفتر رییس هم د ملي پولیسو له یو شمېر جزوتامونو لیدنه او اختر مبارکی وکړه.



t