فلسطین پر نړیوالو د الاقصی جومات د ننګې غږ وکړ

فلسطین پر نړیوالو د الاقصی جومات د ننګې غږ وکړ

د فلسطین د خپلواکې ادارې بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو غږکړی، چې په الاقصی جومات کې پر فلسطیني لمونځ کوونکو د اسراییلو د پروني برید خلاف ودریږي.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې خاصه غوښتنه په دې برخه کې له اسلامي هېوادونو شوې.

اسراییلو پرون د اختر لمانځه پر مهال پر فلسطیني مسلمانانو برید وکړ، چې یو شمېر یې شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل.

د فلسطین حماس غورځنګ اسراییلو ته د دغه برید د غچ اخیستو ګواښ کړی.



t