دوستم امرالله صالح ته په خطاب کې: د غني په معاونیت به پښېمانه شې

دوستم امرالله صالح ته په خطاب کې: د غني په معاونیت به پښېمانه شې

د ولسمشر غني لومړی خو ورسره وران مرستیال یې جنرال دوستم د هغه د راتلونکي ټاکنیز ټکټ لومړي مرستیال امرالله صالح ته خبرداری ورکړی، چې د غني په مرستیالۍ به پښېمانه شي.

دوستم دا خبرې په شبرغان کې د اختر لمانځه پر وخت خلکو ته د وینا پر وخت کړي.

هغه دغه راز غني د واک انحصارګر او د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابیدو مسول ګڼلی.

 د ده په وینا غني امنیتي سکتور سیاسي کړی او دې سره د هېواد وضعیت خراب شوی.

 دوستم وایي: غني نه هم د کور دننه سیاستوال، هم امریکا، هم ناټو او هم د افغانستان خلک ناراضه دي.

د دوستم په وینا ولسمشر غني د زورواکو د ځپلو ادعاوې کوي، خو دی خپله زورواکی دی، له واک او دولتي امکاناتو او د ګمرکونو له پیسو پخپله ګټه استفاده کوي.

ارګ او د ولسمشر غني ټیم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دوستم په راتلونکو ټاکنو کې دا ځل د ډاکټر عبدالله ملاتړی دی او خپل استازی یې د هغه د ټکټ لومړی مرستیال کړی.




t