په افغانستان کې د ټاپي نل لیکې کار پيل شوی

په افغانستان کې د ټاپي نل لیکې کار پيل شوی

د ترکمنستان چارواکي په افغانستان کې د ټاپي د ګازو پروژې د نل لیکې د کار د پیل خبر ورکړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار سردار دردیف ویلي، چې د دوی په هېواد کې د دې نل لیکې کار لا پخوا پيل شوی و.

 هغه د دې پروژې د پيل شویو چارو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

 د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان، افغانستان او هند ته ګاز لېږدوي.

 ترکمنستاني چارواکي په تازه خبرو کې ویلي، چې روسیه، امریکا متحده ایالات، د اسیا پرمختیایي بانک او یو شمېر نور لوی نړیوال بنسټونه د یادې پروژې مالي ملاتړ کوي.

ویل شوي، چې دا پروژه په افغانستان کې ۱۲ زره کاري فرصتونه مساعدوي.

دا پروژه د ۳۳ میلیارده متره مکعبو ګازو د لېږد وړتیا لري.



t