که نیمګړې سوله وشي؟

که نیمګړې سوله وشي؟

عزیز چوپان

په قطر کې د طالبانو او ډاکتر خلیلزاد تر منځ د سولې پر سر مذاکرات روان دي. دا چې په مذاکراتو کې څه روان دي، لا د تړلو دروازو تر شا خبره ده؛ خو هغه چې د دواړو لوریو له خوا د یوې احتمالي خوشبینۍ تر څنګ بهر را وتي دي دا دي چې طالبان وایي چې امریکایي عسکر به د هغه مهالوېش له مخې پرې توافق کېږي، له افغانستانه وځي؛ خو ډاکتر خلیلزاد بیا په خپل یوه ټویټر کې کاږي چې د امریکايي پوځونو وتل افغانستان او سیمې په حالاتو پورې تړلي دي، امریکایي ولسمشر وایي که چېرې د سولې لومړني توافقات ترسره شي؛ نو دی به خپل شپږ زره عسکر له افغانستانه وباسي او په افغانستان کې به خوا و شا اته، نه زره امریکایي عسکر پاتې شي. له دې نه معلومېږي چې امریکا هم د خپلو عسکرو په اېستلو کې صادقه نه ده، دا اعلان ښایي د یوه تشویق له پاره وي چې د سولې د ابتدایي توافق په صورت کې خپل شپږ زره عسکر له افغانستانه وباسي. د دې تر څنګ دا خبرونه هم نالیدلي نه شي ګڼل کېدای چې امریکا همدا اوس هم د بګرام او شینډنډ د میدانونو پر توسعه کار کوي او دغسې ویل کېږي په پامیر کې یې تأسیسات جوړ کړي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسنی هوایي ځواک تقریباً د نشت برابر دی، که چېرې امریکا، افغانستان ته یو څوا پاچي هلیکوپترې او یو څو فانتوم جنګي الوتکې ورکړې وای، ښایي د جګړې لوری ډېر ژر بدل شوی وای؛ خو امریکا روان جنګ په داسې یوه حالت کې ساتي چې نه طالبان کاملاً ګټونکي شي او نه افغان حکومت سقوط وکړي. که امریکا په ۲۰۰۱ کې په میاشت دننه کې کاملاً د طالب واکمنۍ نوغې اېستلای شوای او طالبان یې دې ته مجبورولای شوای چې زیاتره د سر سړي یې له هغه کمزوري حکومت سره هم تماس ونیسي؛ نو ایا امریکا اوس دا کار نه شي کولای. که کوم هېواد طالبانو ته لایزري توپک ورکولای شي؛ نو امریکا دغسې وسلې نه لري چې افغان حکومت ته یې ورکړي او د جګړې لوری پرې بدل کړي؟ د امریکا دا هر څه په وس کې دي؛ خو خپله هم نه غواړي چې افغانستان د یوه قوي مرکزي حکومت خاوند شي، او ځینې ګاونډي هېوادونه هم په امریکا دا فشار را وړي چې افغان حکومت پر پښو ودرېدو ته پرېنږدي. تاسې وګورﺉ د بن په لومړي کنفرانس کې امریکا د افغانستان له پاره اویا زریز پوځ تجویز کړی و چې هغه هم، نه به هوایي ځواک لري او نه به درنې وسلې لري یواځې سپکې وسلې به لري، دا چې وروسته حالاتو پېر وخوړ امریکا هم مجبوره شوه چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي او لګښت یې ومني؛ خو بیا یې هم د دغو افغان امنیتي ځواکونو کیفیت ته هېڅ پاملرنه ونه کړه. د یوه پوځي چارو کارپوه په وینا چې د امریکا د «هموې» د زرغره والو موټرو او یوه زره کروزین تر منځ ډېر لږ کم تفاوت دی؛ ځکه هموې د پوځي مقاصدو له پاره جوړ شوی او کروزین اساساً د سپرلۍ له پاره جوړ شوی. له بلې خوا ګورو چې د افغان حکومت د کمزورۍ له لامله په لسګونو هموې ګاډي د طالبانو لاسو ته ورغلي چې هغوی ترېنه د پوځي مقاصدو له پاره کار اخلي. دا ډېره عجیبه نه ده چې طالب دې له توپک سره راځي او له حکومتي قواو نه دې هموې نیسي او بیا دې یې د ځان په ګټه کاروي.

زه اوس هم پر دې باور یم چې  که امریکا وغواړي د جنګ تعادل د افغان حکومت په ګټه بدلولای شي؛ خو دا کار د مختلفو دلایلو له مخې نه کوي. زه پر دې باور یم چې امریکا له طالبانو سره هم د سولې په چارو کې مخلصه نه ده، فقط خپلې ګټې پالي او د افغانستان په ګټه هېڅ ګام اخستل نه غواړي.

زه باور لرم چې امریکا همدا اوس غواړي لوټه په اوبو کې کښېږدي او پرې تېر شي؛ خو حقیقت دا دی چې یوه نیمګړې سوله نه د طالب په ګټه ده، نه د افغان حکومت په ګټه ده او نه په مجموع کې د افغان ولس په ګټه ده، سوله خو یو تعریف لري، که په یوه ولایت کې نسبي سوله راشي او په بل کې جنګ روان وي، دا خو سوله نه شوه. که یوه اوونۍ سوله وي او بله ورځ د هېواد په یوه ګوټ کې بیا د جنګ اور په غرغنډو کېږي، دا خو سوله نه ده. په کار ده چې داسې سوله وشي چې نور هېڅوک د جنګ د پیلولو جرأت ونه کړي. دا چې امریکا له طالب نه دا تضمین غواړي چې د افغانستان له خاورې به بیا امریکا او د هغې متحدین نه په نښه کېږي، یو خو دا چې طالب خو دا مهال فقط یوه جنګي ډله ده نه حکومت؛ نو امریکا پر کوم اساس له طالبه دا تضمین غواړي او طالب په کوم حیثیت دا تضمین ورکولای شي؟ هو، که چېرې طالب په واک کې وي که دغسې یو تضمین ترېنه وغوښتل او یا طالب دا تضمین ورکړي؛ نو جواز لري او بله دا ده چې که امریکا له طالبه دا تضمین غواړي چې امریکا او متحدین به یې بیا نه په نښه کوي، بیا له طالبه ولې دا تضمین نه اخلي چې بیا به جنګ نه پیلوي؛ خو معلومه ده چې امریکا په افغانستان کې یوه کامله سوله نه غواړي او دې ته لار اواروي چې طالب د سولې په دام کې ونښلوي، او جنګیالي یې په یوه بلې جنګي ډله پسې چې امریکا پرې پانګونه کړې ودروي.

د دې تر څنګ پر دې خبره هم غور کول په کار دي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو له حضوره د سیمې ټول هېوادونه اندېښنه لري؛ روسیه یې لري، چین یې لري، ایران یې لري، د منځنۍ آسیا هېوادونه یې لري، پاکستان یې لري او ان چې هند یې لري. امریکا چې د پاکستان، هند او چین په اړه کومه لوبه کوي، د دې ټولو هېوادو سر پرې خلاص دی. امریکا هڅه وکړه چې له هند سره ځان نژدې کړي چې د چین پر وړاندې یې وکاروي لکه د بل کلنټون د جمهوري ریاست پر مهال چې کله هغه پاکستان ته راغی؛ نو ټول ټال یې ایله یو ساعت په پاکستان کې تېر کړ؛ خو چې هند ته ولاړ، ورځې یې تېرې کړې؛ خو بالاخره هند پر دې پوه شو چې واشنګټن له ډیلي سره له نژدې کېدو نه څه هدف لري؛ نو هغه و چې له چین سره یې راشه درشه پیل کړه او چین ته یې ډاډ ورکړ چې زموږ او ستاسې تر منځ کوم سرحدي اختلافات موجود دي، دا د خبرو له لارې حل کول غواړو، نه د کوم نظامي ټکر له لارې.

نتیجه دا چې د سیمې هېوادونه پر دې ښه پوهېږي چې امریکا، افغانستان ته له راتګه څه پلان درلود. تاسې وګورﺉ د طالبانو او ایران نژدې کېدل، د طالبانو او روسیې نژدې کېدل دا د چا په تصور کې هم نه راتلل؛ خو حالات داسې راغلل، چې ډېر څه سرچپه شول. اوس له روسیې او ایران سره د طالب اړیکي، کومه پټه خبره نه ده او نه د دې ضرورت پاتې دی چې ایران او روسیه له دې خبرې نه انکار وکړي. که ایران د افغانانو لښکر فاطمیون سوریې ته استولی شي او د خپلو ګټو له پاره یې جنګولی شي؛ نو  د ګاونډي افغانستان په باب خو هېڅکله هم بې تفاوته نه شي پاتې کېدای او همدا رنګه روسیه ګوري چې امریکا غواړي داعش پر آمو سیند ور پورې باسي او بالاخره یې هم د روسیې او هم د چین سرحدونو ته ورسوي چې هغوی لږ تر لږه په خپل چم ګاونډ کې د امریکا ګټې ومني.

نو اوس دې خبرې ته را ګرځو چې که امریکا وغواړي یوه نیمګړې سوله، افغانستان ته راولي، دا نیمګړې سوله د افغانانو هېڅ درد نه شي دوا کولای، که چېرې امریکا غواړي؛ نو د یوې تلپاتې او با ثباته سولې د راوستلو هڅه دې وکړي او پر دې دې هم روښانه بحث وکړي چې په راتلونکي کې به د افغانستان نظام پر کومو تګلارو ولاړ وي. طالب په یوې کمزوري احتمال واک ته د بیا رسیدو یوه لار لري او هغه د جنګ تداوم او په زور او غلبه خپل هدف ته ځان رسول دي، او که نه اوس طالب د انتخاباتو له لارې بیا واک ته د رسېدو چانس نه لري او د افغانستان په سیاست کې خپل بهرنی عنصر هم دا نه غواړي. ایران او روسیه هم اوس له طالب نه فقط ابزاري او مقطعي کار اخلي او که نه؛ نه ایران غواړي چې طالب بیا په افغانستان کې واک ته ورسېږي، نه روسیه او نه نور هېوادونه.




t