د ټرمپ اوتې بوتې؛یوازې کرزي ملي مسؤولیت ادا کړ!

د ټرمپ اوتې بوتې؛یوازې کرزي ملي مسؤولیت ادا کړ!

ف، فایض

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو داسې سړی دی چې په درواغو او لاپو کې خو یې نړیوال ریکارډ ټینګ کړی؛ خو بله لویه نقیصه یې دا هم ده چې نه دپلوماتیک آداب پېژني او نه د اخلاقو پولې، بس یو پانګوال و او فقط د خپلو پیسو په زور راغی او ولسمشر شو او دا داغ یې هم لا له تندي نه، نه دی پاک شوی، چې واک ته د رسېدو لار ور ته مسکو پرانسته؛ نو له دغسې یو چا نه چې هغه د امریکا غوندې یوه هېواد ولسمشر وي څومره توقع کېدای شي، چې یا دې د اخلاقو حدود مراعات کړي او یا دې د یوه آزاد ملک او یوه تاریخي ملت د حیثیت درناوی ولري.

تقریباً خوا وشا دوه اوونۍ دمخه (د جولای ۲۰۱۹/۲۲) ټرمپ د پاکستان له صدراعظم ښاغلي عمران خان سره د کتو پر مهال وویل چې دی کولای شي افغان کشاله په څو ورځو کې حل کړي؛ خو نه غواړي چې لس میلیونه انسانان ووژني. دې خبرې د افغانانو توند غبرګونونه را وپارول؛ خو د سیاسي او ملي مشرانو په کچ تر ټولو ستر او توند غبرګون د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي و. که څه هم چې حکومت هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه؛ خو د ښاغلي کرزي په وینا چې الفاظ یې ډېر سست و، په دې اعلامیه کې غټ ټکی دا و چې له امریکا نه یې په دې اړه وضاحت غوښتی و چې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د جنوبي آسیا په باب زموږ په سیاست کې بدلون نه دی راغلی چې په دې سره د افغان حکومت خوله چوپه شوه.

لکه چې وایي درواغجن به ودرېږي؛ خو که خوله یې ودرېږي یا د شاعر په وینا:

علت درومي، عادت نه ځي له سړي نه

خدای دې نه کاندي په بد چارو عادت څوک

د ټرمپ خوله خو هسې هم بې واګو ده؛ نو تېره جمعه د اګست ۲۰۱۹/۲ یې یو ځل بیا په سپینه ماڼۍ کې خپلې همغه پخوانۍ ډوزې تکرار کړې. دې خبرو یو ځل بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي غوسه را وپاروله، هغه په کابل کې د ملګرو ملتو له استازي یاماماتو سره په کتنه کې وویل چې د هغه دا اعتراض د ملګرو ملتو سرمنشي ته ورسوي.

ښاغلي کرزي د یوه ملي مشر په توګه خپل ملي مسوولیت ترسره کړ؛ خو په کار خو دا و چې ان د طالبانو په ګډون چې د امریکا له حضوره تر ټولو زیاته کرکه ښیي او په حقیقت کې د ټرمپ خبرې تر ډېره هغوی ته متوجه کېدای شي، ټولو سیاسي احزابو په ګډون یوه لویه مظاهره را اېستې وای او د ټرمپ دغه غیر مسؤولانه څرګندونې یې غندلې وای ځکه حکومت ته خو دا ډول خبرې هېڅ ارزښت نه لري مهمه دا ده چې غني په ارګ او عبدا… په سپیدار ماڼۍ کې ناستوي؛ خو هېچا هم غږ غوږ و نه کړ. په هغه لومړي ځل هم چې حکومت کومه «ښځونکه اعلامیه» خپره کړه داسې مهال و چې هلته انتخاباتي کمپاین نوی د انتخاباتو له مبهم افق نه سر راپورته کړی و؛ نو غني خو به هم د ولس د ډاډ له پاره یو څه ویل؛ خو داسې څه یې وویل چې تر ویلو یې نه ویل ډېر غوره و؛ خو که د ټرمپ دروغ و درب او لاپې شاپې د حیرانتیا وړ دي، د انتخاباتي غونډو پر مهال د غني حرکات هم د ټرمپ تر څرګندونو کم نه دي. ظاهرشا به په کال کې یوه بیانیه ورکوله او هغه هم د هېواد د استقلال د نمانځنې په ورځ چې په سیاسي کچ مېچ به هم پوره وه، ادبیات به یې هم معیاري وو او پخپله د پاچا لهجه به هم داسې وه چې هر سړی به پوهېده چې د یوه هېواد مشر غږېږي او همدغسې داوود هم؛ خو متأسفانه کمونستانو د هر څه پولې ونړولې، او اوس چې ښاغلی غني ولسمشر دی داسې حرکات کوي چې سړی ورته حیران شي، چې د یوه هېواد ولسمشر او دا ډول حرکات، ښایي هغه به ډېر څه له غربه را کاپي کړي وي؛ ځکه ډېره موده هلته و اوسېد؛ نو همغه خبره ده «چې اوسې په خوی به د هغوسې» که ټرمپ هغسې غورځې پرځې کوي؛ نو غني خو هم آخر د هغه د حمایت تر سیوري لاندې په ارګ کې د اقتدار پر کرسۍ ناست دی.

پښتو اصطلاح غوندې ده چې: «ادم نشته، بوی یې شته» اوس په افغانستان کې په حقیقت کې حکومت نشته فقط یو نوم یې پاتې دی، د هېواد پر کنډواله چې ښاغلي کرزي کوم دیوالونه ودرول، غني هغه هم ونړول، و ګورو چې که انتخابات وشي او دی بیا د اقتدار پر ګدۍ تکیه ووهي، چې نور به څه کوي. زه افسوس کوم چې ورځه له عوامو خو نوره ډېره تمه نه کېږي، چې سیاسي ډلې ټپلې هم یا د یوه نامعلوم اقتدار په تمه د هغه پر هر څه سترګې پټې کړي یا د سیاسي شعور اندازه دومره را پریوته چې هر څوک فقط ظواهرو ته ګوري حال دا چې عبدالرحمان بابا څه ښه وایي:

په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه

منځ یې ګوره چې چغزۍده که مټاک

دغسې چغې، شعارونه او وعدې خو په ۲۰۱۴ (۱۳۹۳) کې هم وشوې؛ خو څه شوې هغه وعدې، هغه بله ورځ مې له آریانا نیوز تلویزیونه په یوه ګردي میز کې له یوه کسه (نادر شاه احمدزي) واورېدل چې د ښاغلي غني په یوه نژدې کس یې د نوم نه اخستلو په شرط حواله ورکوله او دا یې وویل چې ښایي له غني نه خپله لاره جلا کړي، چې تر اوسه د هغوی پر کمپاین (۱۴۰) میلیونه ډالر لګیدلي، که چېرې دا ادعا ریښتیا وي؛ نو دا خو ډېر غټ رقم دی؛ چې که پر کمپاین دومره لګښت کېږي، نپوهېږو چې نور به څومره لګښتونه کېږي چې د ده بریا تضمین کړي.

په هر حال، د چا چې پیل پر وعده خلافۍ وي؛ نو نور به ترېنه څه تمه وکړای شو، ښاغلي غني طالبانو ته وعده وکړې وه چې تاسې پخپلو سیمو کې انتخابات مه اخلالوﺉ زه به له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوم؛ خو دا ژمنه یې په ۲۴ ساعتونو کې دننه دننه ماته کړه. دا نن چې طالبان وایي له حکومت سره خبرو  ته نه دي چمتو، ښایي یو علت یې دا هم وي چې پر غني باور نه لري چې ښایي دا یې حق هم وي؛ ځکه خو به ډېره بېځایه نه وي چې باید په بین الافغاني مذاکراتو کې ملي، سیاسي شخصیتونه هم حضور ولري.

زه دلته بیا هم خپل اصلي بحث ته را ګرځم او هغه دا چې، حکومت یو تعریف لري، ولسمشر یو تعریف لري، وجایب او مسوولیتونه یې معلوم او په اساسي قانون کې درج دي، هغه څوک چې نه د خپل هېواد له ارزښتونو نه دفاع کولای شي، نه له ګټو نه، نه له استقلال او حیثیت نه، انصافاً دغسې څوک دا که هر څوک وي پر هېواد د حکومت کولو حق نه لري.

ارواښاد استاد حمزه شینواری وایي:

ما ټیټ ورته لېمه کړه، زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

افغانستان یو تاریخي هېواد دی او په دې هېواد کې یو تاریخي، غیور او مسلمان ولس اوسېږي، د استعمار پر وړاندې د دې غیور او حماسه جوړوونکی ولس شعار دا و چې

«دا غر که نه ماتېږي، دا سر خو به پرې مات کړم»

دا څه د لاپو شاپو خبره نه ده، افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې حماسې جوړې کړې دي؛ خو متأسفانه ډېر ځله داسې کسان پر دې هېواد واکمنان شوي دي چې ژوند یې فقط په عیش و عشرت کې خلاصه شوی او نور د ولس په فکر کې شوي نه دي او نه د هېواد. تاسې وګورﺉ، د لاهور، کندهار، جمرود، ګندمک، ډېورنډ او راولپنډۍ شرمېدلې معاهدې چا چا لاسلیک کړي دي، ولس؟ او که نه د وخت واکمنانو؛ خو نن ولس د همغوی د بې ایمانیو او سیاسي غلطیو په اور کې سوځي. دا اوسنۍ غمیزه خو له همغه ځایه سرچینه اخلي. وایي: چا چا ځي، نښې پرېږدي. هغوی خو ولاړل، خو ولس ته یې سل ناخوالې په میراث پرېښودې. زموږ اوسني متفکر او مبتکر (!) ولسمشر چې موږ ته کوم اغزي کرلي دي، هغه به تر ډېره تر ده وروسته سر را پورته کوي او دا اوسنی د غفلت په خوب ویده ولس به یې اثرات احساس وي.



t