د راروانو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي برخلیک! عبدالستار سعادت

د راروانو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي برخلیک! عبدالستار سعادت

که حاجي محمد محقق او عطا محمد نور ډاکتر عبدالله عبدالله سره یو ځای شي، وضعیت ۲۰۱۴ کال ته ورته تکرارېږي.
که ۲۰۱۴ او راروانې ټاکنې مقایسه کړو:
ولسمشر غني چې په دې ټاکنو کې کوم مهم امتیازونه لري؛
۱. د ولسمشرۍ مقام ورسره دی چې په پراخه کچه یې تر دې مهاله ترې کار اخېستی دی.
۲. د اقتصادي پلوه دا ټکېت تر ټولو نورو سیالانو شتمن دی.
۳. په خواله رسنیو کې پراخ تبلیغاتي ټیم لري چې بل ټیم یې مقابله نه شي کولای.

هغه ننګونې چې غني ورسره په ۲۰۱۴ کال کې مخامخ
نه و:

۱. جنرال دوستم چې د ازبک توکم قاطع ملاتړ لري او کریم خلیلي چې په هزاره ګانو کې د پام وړ نفوذ نه برخمن دی، په ۲۰۱۴ کال کې د غني ملاتړی او اوسمهال یې په مقابل کې ولاړ دي.
غني د دوی تشه په سرور دانش او غضنفر نه شي ډکولای؛ ځکه چې دانش په هزاره ګانو کې خپل ځای پیدا نه کړ او د دوستم تشه په بل هېڅ ازبک توکمي مشر نه ډکېږي.

۲. طالبانو په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي او پاکستان په منځګړیتوب ډاکټر غني سره معامله کړې وه چې ډاکتر غني هغه مهال ملا منصور سره دوبۍ کې لیدلي و؛ طالبانو نه یوازې هغو ټاکنو کې د خلکو مخه ونه نیوله بلکې خلک یې هڅول چې خپلې رایې وکاروي او غني ته رایه ورکړي. دا ځل برعکس، طالبانو انتخابات نظامي هدف اعلان کړي او سولې سره د غني د شدید مخالفت له امله به د دې کاندید د نفوذ ساحې تر نورو زیاتې تهدیدې وي.

۳. که محقق او نور عبدالله سره یو ځای شي، ټاکنې قومي رنګ خپلوي؛ داسې چې پښتانه او غیر پښتانه به سیالي وکړي. په دې حالت کې تر ټولو غټ تاوان ډاکټر غني کوي، ځکه؛ عبدالله به په امنو ځایونو کې، لکه پنجشېر، بامیان، دایکندي او د غزني درېیو هزاره مېشتو ولسوالیو کې ثابتې رایې ولري او په نیمه امنو ولایتونو کې، لکه: بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، پروان، کاپیسا او نورستان کې مهمې رایې واخلي چې یادو ولایتونو کې به سپینې او تورې رایې سره ګډې وي، خو؛ پاکې رایې به دومره ډېرې وي چې ناپاکې به هم تطهیر کړي. ځینو نا امنو ولایتونو کې هم لکه فاریاب، سرپل، غور او کندز کې د پام وړ رایې اخېستی شي.
په مقابل کې غني په امنو ولایت کې رایې نلري؛ نیمه امنو ولایتونو کې به لوی ننګرهار کې رایې واخلي (هغه به هم د طالبانو د ننګونې له ډاره کم خلک ګډون وکړي)، لویه پکتیا چې د غني د رایو بانک ګڼل کېدۀ، د پکتیا غونډې ثابته کړه چې دا تحلیل نا سم و؛ غني په دې ولایتونو کې خپل محبوبیت د لاسه ورکړی او د بل پلوه به د طالبانو تهدید په دې ولایتونو کې د خلکو په ګډون بده اغېزه وکړي.
د لوی کندهار پښتانه خوابدي دي؛ بیا هغو ولایتونو کې، لکه زابل او ارزګان رایې دومره کمې دي چې د ولسمشرۍ کاندید په هېڅ وجهه حساب ورباندې نه شي کولای.
په غرب کې هم هراتیان ممکن دواړو کاندیدانو ته لکه ۲۰۱۴ په ښه سترګه ونه ګوري، بادغیس کې عبدالله اکثریت دی، نیمروز کې به دواړه سیالي وکړي او فراه به همدا شان زیات تفاوت ونلري.

۳. د ټاکنو کمېسیون کې د غني تله لږه درنده ده؛ خو، د عبدالله نفوذ هم بد نه دی. مګر د شکایاتو کمېسیون اکثریت بیا عبدالله سره دی.

۴. په ۲۰۱۴ کال کې ماته واضح معلومېدۀ چې نړیواله ټولنه د غني پلوي کوي (خو د کامل مشروعیت پلوي یې نه وه)، خو؛ دا مهال وضعیت بدل دی. عبدالله د نړیوالې ټولنې د غټو اهدافو سره ګام په ګام وړاندې لاړه، مګر غني ورسره په تضاد کې واقع شو چې د سولې قضیه یې تر ټولو غوښن مثال دی. که نړیواله ټولنه د غني مخالفت ونه کړي (چې کوي یې)، ملاتړ یې نه کوي.

خو؛ له دې هر څه سره، سره به غني عبدالله ته اجازه ورنه کړي چې د رایو ټکمارک یې تر عبدالله کم وي. هغه به درغلیو ته مخه کړي، د هغو رای ورکوونکو رایې به واخلي چې هېڅکله نړۍ ته نه دي راغلي. نړیواله ټولنه (خصوصاً امریکایان) هم همداسې هیله لري چې غني درغلیو ته اړ شي. د ټکنالوژیکو ټاکنو د مخنیوي دلیل هم دغه و. اوسنی بېروکراتیک (کاغذي) سیستم هغه دام دی چې غني ته غوړېدلی دی او هغه هم د همدې دام نه بغیر بله لار نلري. ځکه؛ نړیواله ټولنه لا هم عبدالله نه غواړي، مګر د هغه په مظلوم واقع کولو سره به غني ظالم او غلط ثابت کړي. درغلۍ به داسې واضح وي چې هېڅوک به ترې انکار نه شي کولای. په دې حالت کې به غني د واک د دوام لپاره د سترې محکمې د تفسیر نه هم استفاده نه شي کولای ( د پینځم کاله تر ټاکنو وروسته قید بهانه به هم رفع وي)، نړیوال او کورني ناظرین او مشاهدین به ټاکنې یوه فاجعه وبولي او دنیا نه به وغواړي چې په رسمیت یې ونه پېژني (اوسنۍ ټاکنې به د پاتې کېدو مشروعیت ورنه کړي). د ۲۰۱۴ کال نه به قضیه جدي وي؛ لاریونونه به وي. سیاسي اجماع هسې د غني پر ضد ده. بیا به نو امریکایان او دنیا ولسمشر غني ته وایي: نور دې حمایه کولای نه شو، ارګ پرېږده.
هغه د لنډمهالې ادارې سناریو به تطبیق شي. البته دا کار هغه وخت کېږي چې غني د ناروې بین الافغاني ډیالوګ ناکام کړي، که د هغه مخه یې ونه نیوله، انتخابات نه کېږي؛ د غني واکمني به ختمېږي. مګر؛ که د غني استازو، د لنډمهالي حکومت سناریو ونه منله، په دې صورت کې به حتی د غني تر څنګ د محقق او عبدالله درېدل هم قضیه بل ډول نه کړي، همدا اوږده سناریو به پلې کېږي.



t