د طالبانو او امریکایانو اتم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

د طالبانو او امریکایانو اتم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

  په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو نن پای ته ورسید.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې اوږدې، خو ګټورې ګڼلي دي.

د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد هیله ښودلې، چې د دغو خبرو له پای ته رسیدو سره به دا اختر په افغانستان کې د جګړې تر سیوري لاندې وروستنی اختر وي.

تمه کیږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه لیک زرلاسلیک شي.

 



t