سره صلیب: د سولې خبرو افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم کړی

سره صلیب: د سولې خبرو افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم کړی

د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي په افغانستان کې د سولې روانو خبرو دلته د تاوتریخوالي کچه نه ده راکمه کړې.

یادې ادارې نن دا خبره د یوې اعلامیې له خپرولو سره کړې ده.

سرچینه وایي: د اختر له را رسیدو سره د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د جګړې د ښکېلو غاړو تدابیر قانع کوونکي نه ده.

سره صلیب دغه راز پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو د زیاتوالي خبر هم ورکړی او د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

په اختر کې افغانانو تمه لرله، چې د جګړې ښکېلې خواوې د اوربند اعلان وکړي، خو داسې نه دي شوي.



t