ملي امنیت ۳۵ طالب بندیان خوشې کړي

ملي امنیت ۳۵ طالب بندیان خوشې کړي

د ملي امنیت لوی ریاست له خپلو زندانونو څخه د ۳۵ طالب بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.

دغه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کار د ولسمشر په امر شوی.

سرچینه وایي: له دغه ګام سره افغان حکومت څرګندوي، چې طالبانو سره د مذاکرې دروازې یې پرانیستي پریښي او د سولې لپاره حسن نیت لري.

وسله والو طالبانو هم پرون د ۷۵ افغان ځواکونو د خوشې کیدو خبر ورکړی و.




t