خلیلزاد: د جګړې د ښکېلو غاړو مشران دې سولې ته قرباني ورکړي

خلیلزاد: د جګړې د ښکېلو غاړو مشران دې سولې ته قرباني ورکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان جګړې د ښکېلو غاړو له مشرانو غواړي، چې د سولې لپاره قرباني ورکړي.

خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د اتم پړاو له پای ته رسولو وروسته پرخپل ټویټر لیکلي: امریکا د یوه مستقل افغانستان د دایمي سولې په هڅه کې ده او غواړي هیڅ هېواد له دغه هېواد څخه ونه ګواښل شي.

خلیلزاد دا خبرې تر هغې وروسته کړي، چې پرون ولسمشر غني وویل: د افغان سولې پریکړه به بهرنیان نه؛ بلکې د افغانستان راتلونکی حکومت کوي.



t