د امریکا د ملي امنیت سلاکار لندن ته تلی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار لندن ته تلی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په یوه رسمي سفر د برتانیې پلازمېنې لندن ته تلی.

ویل شوي چې هغه به په دغه سفر کې د چین او ایران په اړه له برتانوي چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه به له برتانیې وغواړي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا د دریځ ملاتړ وکړي.

دغه راز به له دوی وغواړي، چې د چین د هواوې کمپنۍ پرضد د امریکا د بندیزونو ملاتړ وکړي.

معلومه نه ده، چې برتانوي چارواکي به څه ځواب ورکړي؟




t