هغه وختونه چې اوبه څښل په کې خورا زیاته ګټه لري

هغه وختونه چې اوبه څښل په کې خورا زیاته ګټه لري

نړۍ کې نږدې هر څيز د اوبو په شتون ژوندی دی، د بدن ۶۰سلنه برخه پر اوبو مشتمله ده او ددې کمښت د انسان پر بدن ښکاره اغیز پریباسي، اوبه بدن ته اکسیجن ورکوي، د بدن تودوخه کنترول ساتي، له بدن څخه زهرجن شیان خارجوي او ګڼ شمېر نورې ګټې لري.
پوهان په یوه خوله دي چې د هر انسان لپاره په ورځ کې لږ تر لږه شاوخوا ۶/۸ ګېلاسه اوبه څښل په کار دي، که چیرې له دې کمې وڅښل شي د بدن سیستم ګډوډیږي او پر انسان بېلا بېلې ناروغۍ حمله کوي.

خو ایا تاسې ته څرګنده ده چې د ورځې په اوږدو کې ځینې داسې وختونه دي چې اوبه
څښل په کې له بل هر وخت زیاته ګټه کوي؟

هغه وختونه دلته په نښه کوو:

سهار په نهاره
د ورځې پېل مو له اوبو څښلو څخه وکړئ ځکه چې په دې سره له بدن څخه زهرجن مواد خارجیږي او د ورځې په اوږدو کې بدن ته انرژي ورکوي او معدې ته ګټه رسوي، په پام کې ونیسئ چې په نهاره له ډیرو یخو اوبو څښلو
ځان وساتئ.

له خوړو وړاندې
له خوړو وړاندې اوبه څښل مو له ډیر خوراکه ساتي، له خوړو څخه ۲۰ یا ۳۰ دقیقې وړاندې دوه ګېلاسه اوبه څښل مو د خوند حس بیداروي او معده تازه ساتي، د اوږدې مودې لپاره دغه کار ترسره کول د وازګې څخه هم انسان ژغورلی شي.

د لوږې پر وخت
ځینې مهال انسان ته د لوږې احساس کیږي خو په اصل کې لوږه نه بلکې تنده غالبه وي، دغه کار زیاتره د غرمې او ماسخوتن خوړو ترمنځ کیږي چې په اوبو څښلو د انسان لوږه او تنده دواړه ختمیږي.

له ورزش وړاندې او وروسته
بدن د اوبو له کمښت څخه ژغورلو لپاره له ورزش نیم ساعت وړاندې او وروسته ۲ یا ۳ ګېلاسه اوبه وڅښئ، په دې سره په بدن کې د مایعاتو توازن ساتل کیږي، خو په یاد ولرئ چې په لږ وخت کې باید له زیاتو اوبو څښلو ډډه وشي.

د ناروغۍ پرمهال
کله چې تاسو په موسمي ناروغۍ «الرجي» اخته شئ نو د اوبو څښل زیات کړئ، په دې سره نه یوازې د بدن اوبو اندازه مناسبه پاتې کیږي بلکې بدن د زهرجنو موادو څخه ژغورل کیږي او له ناروغۍ څخه ژر خلاصی موندلی شئ.

د ستړیا پرمهال
که د ډیرې زیاتې ستړیا احساس کوئ او د ارام کولو لپاره مو وخت نه وي نو دغه مهال یو ګېلاس اوبه وڅښئ، کیدای شي تاسې ته معلومات نه وي خو ستاسې ستړیا بدن کې د اوبو د کمښت له کبله وي، اوبو سره دماغ پیاوړي کیږي او د ذهني ستړیا ترڅنګ بدني ستړیا هم له منځه ځي.
ډاکترنويد”خپلواک“


اوبو چښلو مناسب وختونه روغتيا هر اړخيز او معلوماتي
t