حنیف اتمر ممکن د غني ټیم سره یو ځای شي

حنیف اتمر ممکن د غني ټیم سره یو ځای شي

راپورونه وایي، چې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر ممکن راتلونکې اونۍ د اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم سره یو ځای شي.

د دې یو ځای کیدو خبر نن طلوع نیوز خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله ورکړی.

دغې رسنۍ ویلي، چې په دې اړه حنیف اتمر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره مذاکرات کړي او سره هوکړې ته رسیدلي.

ویل کیږي، چې د اتمر د ټاکنیز ټیم یوه برخه نور غړي له ډاکټرعبدالله سره په راتلونکو ټاکنو کې یو ځای کیږي.



t