ارګ د دوستم نیوکې رد کړې

ارګ د دوستم نیوکې رد کړې

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم هغه تورونه رد کړي، چې ولسمشر غني یې قانون ماتونکی او زورواکی ګڼلی.

دوستم دا تورونه پرون په شبرغان کې د اختر له لمانځه وروسته په خبرو کې ولګول او غني یې له واکه په ناوړه استفادې پړ کړ.

د ولسمشر ویاند وایي: دا تورونه تر ډېره انتخاباتي کمپاینونو سره اړوند دي.

هغه دا هم ویلي، چې دوستم خپله د حکومت لوړپوړی کس دی اوپر حکومت نیوکو کې دی هم شاملیږي.



t