خلیلزاد پرافغان سولې مشورو لپاره واشنګټن ته تلی

خلیلزاد پرافغان سولې مشورو لپاره واشنګټن ته تلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی نن د دغې سولې لپاره د نوو مشورو په خاطر واشنګټن ته تلی.

د خلیلزاد او طالب استازو اتم پړاو خبرې نن په قطر کې پای ته ورسیدې.

دغو خبرو نه خلیلزاد او طالب استازي دواړه خوشاله ښکاریدل.

خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د اتم پړاو له پای ته رسولو وروسته پرخپل ټویټر لیکلي: امریکا د یوه مستقل افغانستان د دایمي سولې په هڅه کې ده او غواړي هیڅ هېواد له دغه هېواد څخه ونه ګواښل شي.

خلیلزاد د افغان جګړې د ښکېلو غاړو له مشرانو غواړي، چې د سولې لپاره قرباني ورکړي.



t