سلام ضعیف: ټاکنې دې د سولې لپاره وځنډول شي

سلام ضعیف: ټاکنې دې د سولې لپاره وځنډول شي

د طالبانو یو پخوانی مشر مولوي عبدالسلام ضعیف غوښتنه لري، چې د سولې لپاره باید ولسمشریزې ټاکنې وځنډول شي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي: که ټاکنې ترسره او سوله زر ونه شي، جګړه به ۵ کاله نور هم دوام وکړي او افغانستان به یې زغم ونه لري.

سلام ضعیف دا خبرې په داسې مهال کوي، چې پرون ولسمشر غني له سولې څخه د ولسمشریزو ټاکنو پر مخکې ترسره کیدو ټینګار وکړ.

عبدالسلام ضعیف د طالب واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دغې ډلې سفیر و.



t