لوګر:د ځانمرګو یو روزنیز مرکز ځپل شوی

لوګر:د ځانمرګو یو روزنیز مرکز ځپل شوی

کورنیو چارو وزارت په لوګر کې د ځانمرګو بریدګرو د یوه روزنیز مرکز د ځپلو خبر ورکړی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې دا مرکز د بره کي برک ولسوالۍ په تګاب کلي کې ځپل شوی او ۸ وسله وال پکې وژل شوي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.



t