کورنیو چارو وزارت: طالبان دروغ وایي، سرتېري یې نه دي خوشې کړي

کورنیو چارو وزارت: طالبان دروغ وایي، سرتېري یې نه دي خوشې کړي

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د وسله والو طالبانو هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د اختر په مناسبت یې ۷۸ افغان سرتېري په مختلفو ولایتونو کې له خپلو زندانونو را خوشې کړي.

وسله والو طالبانو د خبر پرون خپور کړ او ویې ویل، چې دغه سرتېري یې په کندوز، خوست، سرپل او ارزګان ولایتونو کې له بنده خوشې کړي.

خو کورنیو چارو وزارت نن وویل: دا هسې یو تبلیغاتي خبر و، حقیقت نه لري، موږ یې ردوو، طالبانو افغان سرتېري نه دي خوشې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت نن د ولسمشر په امر له خپلو زندانونو د ۳۵ طالبانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.




t