امریکايي ځواکونه: افغانستان کي په عملیاتي واک کي بدلون حقیقت نلري

امریکايي ځواکونه: افغانستان کي په عملیاتي واک کي بدلون حقیقت نلري

په افغانستان کي د امریکا د پوځ قومندانۍ د نیوزویک امریکايي مجلې هغه راپور ناسم بللی، چې په کې ویل شوي، چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر کړی، چې د افغان ځواکونو په څنګ کې دې د طالب وسله والو پر وړاندې په عملیاتو کې خپل حضور کم کړي.

د نیوزویک مجلې په خپله تازه ګڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ ( زمري ۲۱ مه) خپره شوې، د امریکا د دفاع وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې د حضور کمیدو ترڅنګ دغو ځواکونو ته د مشورې د ورکولو په برخه کې د همکارۍ د کمیدو امر هم شوی دی.

خو په افغانستان کې د دیره امریکايي ځواکونو د قومندانۍ ویاند او د عامه اړیکو مشر ډګروال ساني لیګیټ ویلي د ناڅرګندو سرچینو یادونې ته په کتو دا راپور ناسم او پرشک او ګمان متکي راپور بللی دی.

ډګروال لیګیټ ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ په عملیاتي واک کې بدلون په اړه خپور شوی راپور بې اساسه دی.

په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د پوځ د همکارۍ د کمیدو په اړه د نیوزویک مجلې دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې امریکا او طالبانو په دوحه کې تازه د سولې د هوکړې د خبرو اتم پړاو پای ته رسولی دی.

دواړو خواو ویلي، چې هوکړې ته نږدې شوي دي.


افغانستان امريکا ديره پوځ
t