د کابل موزیم څخه د شاه امان الله خان د ټوپک غلا

د کابل موزیم څخه د شاه امان الله خان د ټوپک غلا

” ښاغلی رحیم خټک صیب وایی چې کله ټوپکوالو په ۱۹۹۲زیږدیز کال کې کابل ونیوه نو دکابل میوزیم یې لوټ او تالان کړ او یو تن افغان د پښتونخوا دیکه غونډ په کلي کې د افغانستان دخپلواکۍ د اتل اعلیحضرت امان الله خان غازی ټوپک پلوره او دغه ټوپک په انګلستان کې جوړ شوی و او داعلیحضرت غازي نوم پرې لیکل شوی و..
ښاغلی خټک صیب دغه سړي ته وویل چې دا خو دغازي امان الله خان ټوپک دی دا ولې خرڅوي؟ هغه سړي په دروغو ځان د امان الله خان دکورنی شخص معرفي او ښودلی واو پر هغه ټو پک یې دوه ملیونه کلدارې بیه ایښودلې وه.

رحيم خټک ليکي:

“ما په خبلو سترګو ځینې ځینې دا قيمتى او تاريخى اثاثى ليدلى چه د كابل د ميوزم نه غلا كړى شوې وې. لكه يو مثال یې د اعلى حضرت امان الله خان صيب ټوپک و چې د هغوي به نامه د انګلستان مشهورى د سلاح كمپنۍهاليند أيند هاليند جوړ كړى و. زه ورپسى يكه غونډ كلى ته تلى وم يو كس راته شكاره كرى و. ما چې وليده په ټوپک د اعلى حضرت نوم ليكلى شوى و نو ما ورنه تپوس وكه چې دا خو د افغانستان ملى أثاثه ده تا چرته نه راوړى؟
نو هغه كس ماته د اعليحضرت سره خپله رشته او سلسله اوخودله يقينن چې دى كس دروغ وىلي. زه به دى خبره دير زیا ت خفه شوم وس مى نه و چه دا توپك تر لاسه كړم ولى جه هغه د توپك قيمت هغه وخت ۲ميليونه بيه كولو. داسى نورې اثاثى د كابل د لايبريري كتابونه چه دلته به پكى سموسى او پكورى خرڅىيدلى…”.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونه: که د خپلو تاريخي اثارو د پېښو شاهدان ياست، موږ ته يې په اړه وليکئ.
✍️لطيف ياد

سرچینه: منډیګک



د امان الله خان ټوپک
t