خوست: د سلګونو میرمنو په ګډون (د سولې اختریز ټیکري) په نوم غونډه وشوه

خوست: د سلګونو میرمنو په ګډون (د سولې اختریز ټیکري) په نوم غونډه وشوه

په خوست کې د سلګونو میرمنو په ګډوون د سولې اختریز ټیکري تر عنوان لاندې لویه راټولیدنه تر سره شوه.

د خوست د رسنیو دفتر وايي، په دې راټولیدنه کې چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې او د اختر په ویاړ رابلل شوې وه، په کې خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په شمول یو شمیر چارواکو، د بېلابېلو ښځینه ټولنو استازو، د ګڼو ولسوالیو او مرکز میرمنو ګډوون کړی و.

د خوست د ولایت مقام د جنډر امرې اغلي نادیه باوري د خوست والي څخه مننه وکړه، چې په لومړي ځل یې په خوست کې د سولې او اختر په اړه د میرمنو راټولیدنه رابللي او له بې وزله میرمنو سره مرستې کوي.

ددې ولایت د ولایتي شورا وکیلې نعت بي بي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغان میرمنو غږ واوري له جګړې تېر او جنګ بس کړي او سولې ته غاړه کیږدي.

هغې زیاته کړه:

«هیڅ ښځه جنګ سلاره نه ده، نور باید په خویندو ورحمیږو او د دوی حقونه ورکړو.»

سرچینه وايي، مدني فعالې محبوبې لعل افغان په دې خوښي وښوده چې نن د سولې ټیکري تر عنوان لاندې د لومړي ځل لپاره میرمنې راټولې شوي.

هغې وویل چې دا ډول راټولیدنې له میرمنو سره د حق په غوښتلو، ستونزو په هواري او د غږ په اوچتولو کې مرسته کوي.

نوموړې د ولایتي ادارې مشرتابه څخه مننه وکړه، چې دا ډول برنامې ترتیب کوي او د ښځو تعلمي حق ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

په دې غونډه کې د خوست والي محمد حلیم فدايي په خپله وینا کې وویل چې زموږ خویندې له سړیو غښتلي دي او هر نرینه چې خویندو ته په کم نظر ګوري او هغه کمرزوي بولي په خپله کمزوری دی او زموږ خویندو د افغانستان په خپلواکۍ کې له نرینه وو سره اوږه په اوږه خپلواکي ګټلي او ساتلي ده.

هغه له میرمنو مننه وکړه، چې د اختر په دریمه ورځ یې د کور کارونه پرېښودلي او د سولې لپاره راټولې شوې.

فدایي زیاته کړه :

«کله چې جګړه وي هلته سوله او اختر امکان نه لري، چیرته چې جګړه وي هلته د ښځو عزت خوندي نه وي او د جګړې تر ټولو ستره قرباني زموږ میرمنې دي.»

ده وویل؛ ښځه انسانه ده او لکه څنګه چې نر حقوق لري همداشان ښځه له هغې ډېر حقوق لري او باید ورته په ټیټه سترګه ونه کتل شي.

د فدايي په وینا:

«د سولې اختریز ټیکري اساسي پیغام دا دی، چې په جګړه کې نه سوله، نه اختر شته او نه زموږ د خویندو ټیکری خوندي دی، ځکه زموږ د میرمنو ټیکری د دوی عزت دی او هغه خلک چې په جګړه اسرار کوي دوی د میرمنو ټیکریو بې عزتي کوي.»

والي وویل ولایتي اداره به د ښځو د حقونو په ورکړه کې جدي ګامونه پروته کړي او دوی ته د حقونو په ورکړه کې به خپلې برنامې ونه سپموي.

خوست والي په خپله وینا کې زیاته کړه چې د ښځو تعلیم، صحت او د کورنیو په اقتصادي وده کې به ولایتي اداره پلانونه ترتیب کړي او راتلونکي کې به میرمنو ته د چرګوړو فارمونه توزیع کړي.

په دې مراسمو کې میرمنو د شعرونو په ژبه د سولې او ټاکنو ملاتړ وکړ او ترڅنګ یې د خپلو ملي ارزښتونو او ولایتي ادارې له وروستیو لاسته راوړونو ملاتړ څرګند کړ.

د خوست د رسنیو دفتر ویلي چې ددې راټولیدنې په پای کې ټولو مېرمنو ته د افغانستان د ملي بیرغ په رنګونو ټیکري، نغدي مرستې او همداشان فعالو ميرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او د دوی هڅې يې وستایلې.



خوست د میرمنو راټولیدنه
t