د کندهاره پوهنتون يو استاد د ماين په چاودنه کې وژل شوی

د کندهاره پوهنتون يو استاد د ماين په چاودنه کې وژل شوی

د کندهار پوهنتون د کيميا څانګې استاد پوهيالی صفت الله ساحل د ماين چاودنې په يوه پېښه کې وژل شوی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د نوموړي وژل کېدل تايد کړي او د هغه په اړه يې خواشيني ښودلې ده.

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت فېس بوک پاڼه باندې ليکل شوي:

«ارواښاد استاد د کېمیا د لابرتواري تجربو لارښود کتاب ولیکه او د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه بهر ته ولاړ. یوه میاشت مخکې له هند څخه د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته هیواد ته راستون شو او نن له خپلې کورنۍ سره یوځای د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د سرک پر غاړه د خښ شوي ماین چاودېدو له امله په شهادت ورسید.»



t